هغه څه چې مسلمانه ښځه باید پرې پوهه شي

 (مسلمانو خویندو ته پیام)

0 437

هغه څه چې مسلمانه ښځه باید پرې پوهه شي

 (مسلمانو خویندو ته پیام)

 

 

 

لیکوال:څېړندوی ډاکټر  نورالله کوثر

ژباړونکې: څېړندویه سونیا صمیم هوتک 

نېټه: ۱۳۹۸ل. دوبی       

د کتاب پېژندنه                                                

 

 

 

د کتاب نوم: هغه څه چې مسلمانه ښځه باید پرې پوهه شي

لیکوال: دکتور نورالله کوثر

ډیزاین:

ناشر: رسالت

د چاپ کال: د 1389ل. پسرلی

د چاپ وار: څلورم

د لیکوال د اړیکې شمېری:   ۰۷۹۷۰۰۹۹۹۹

۰۷۷۷۰۰۹۹۹۹

۰۷۰۵۰۰۰۰۱۰

E-mail: noorullah_kawsar@yahoo.com

Web  :   www.noorullahkawsar.com

لیکلړ

سرلیکونه                                                                        مخ       

تقریظ

تقریظ

سریزه

تر اسلام مخکې د ښځې دریځ

د اسلام په وسیله د ښځو آزادېدل

په اسلام کې د ښځې دریځ

د ښځې د حجاب او جامو په تړاو احکام

په قرآن کې د حجاب مفهوم او بعدونه

د حجاب موخه

د حجاب ډولونه

حجاب او عفت

د ډېر عمرو ښځو حجاب

د حجاب فلسفه

لومړۍ برخه: د قرآن له نظره د حجاب فلسفه

دوهمه برخه:د حجاب او عفت د سنګر د ساتلو لپاره ویښوونکي آیتونه

درېیمه برخه: نیوکې او ستونزې

حجاب او منطق

حجاب او د آزادۍ اصل

څلورمه برخه: د حجاب اغېزې او ګټې

الف: حجاب او د ټولنې په سلامتۍ او رواني آرامۍ کې یې ونډه

ب:ـ حجاب او په ټولنیزو مسئولیتونو کې یې ونډه

ج: د دښمن له لښکر څخه وتنه، له الهي عذابو څخه خلاصون او د اخروي ثواب لاسته راوړل

د: اسلامي پوښښ او د سقوط له خطر څخه د نسل ساتنه

هـ :ـ له نفس سره مبارزه

پنځمه برخه:ـ له بد حجابۍ او بې حجابۍ سره د مبارزې لارې چارې

آیا حجاب د ټولو ټولنیزو ناوړه کړنو مانع ده؟

حجاب پاکلمني ده

حجاب پاكي ده

حجاب، خدايي پوښښ دی

حجاب یو ځواک دی

 

په اروپا کې د بې حجابۍ زیانونه

په امریکا کې د بې حجابۍ زیانونه

لوېدیځ ځپلي ختیځوال

پر لوېدیځ ځپلو د دلیل بشپړول

د مسلمانې ښځې د شرعي جامو ځانګړتیاوې

لومړی: د شرعي حجاب شرطونه

دوهم: د حجاب معنا، دلیلونه او ګټې

ولې د حجاب مسٔله ډېری پر ښځو تکیه لري؟

الف- له دیني فرهنګ سره د حجاب اړیکې ته پاملرنه

ب ـ د انسان د فیزیولوژي جوړښت ته پاملرنه

ج –  د حجاب او دیني پوښښ د په پام کې نیولو اغېزې او ګټې

د ښځې د کرامت د سپکاوي لپاره د دښمنانو توطیه

‏له نامحرم سره اختلاط او ناوړه پایلې یې

د اختلاط پېژندنه او د حرمت دلیلونه یې

د ناروا(غیر مشروع) اختلاط او یوځایوالي څو بېلګې

د ښځو ټولنیز ګډون او د هغوی کار

د ښځې جسمي سینګار ته ځانګړي شوي احکام

د ښځې او خاوند اړیکې او د هغو په ودې او پیاوړتیا پورې اړوند احکام

واده د قرآن له نظره

د واده په اړه له ښځې څخه نظر غوښتنه

د ښځې په نکاح کې د ولي د شتون شرط او حکمت یې

د نکاح د څرګندونې لپاره د ښځو د چمبې وهلو حکم

له خاوند څخه د ښځې اطاعت واجب او نافرماني یې حرام ده

د ښځو په اړه څو بېلابېل مسایل

ولې طلاق جایز شوی دی؟

د طلاق د دایرې محدودوالی

ولې د طلاق حق د نارینه په واک کې دی ؟

آیا د څو ښځو درلودنه انساني او اخلاقي کړنه ده؟

هغه څه چې د واده د اړیکې تر له منځه تللو وروسته پر ښځې واجب دي

هغه څه چې د عدې په حال کې پر ښځې باندې حرام دي

هغه احکام چې په وسیله یې د ښځې کرامت ساتل کیږي او عفت یې مصؤن پاتې کیږي

تتمه او د دې بحث پای

د سترګو خښولو ناروغي، د مخنیوي او درملنې لارې چارې یې

د ښو او ناوړه عادتونو یا د برابریو او نه برابریو سرچینه

د حرام کتنې اغېزې

اسباب او لاملونه

ولې د ښځې د اندام ښکارول منع دي؟

اسلام او له سترګو خښولو سره مبارزه

د حرامو او ناسمو لیدلو ناوړه پایلې

د شیطان له پیروۍ څخه نهي

د دې اخلاقي ستونزې د حل لارې چارې

د اسلامي ټولنې ښځې او نارینه ته د اسلام اخلاقي توصیې

نارینه وو ته د اسلام اخلاقي توصیې

مؤمنو نجونو ته ځینې نصیحتونه

تلپاتې میندې

د فاطمة الزهرا ʺد رسول اکرم د ریحانېʺ د ژوند ځينې لوړتیاوې

رېباري او له علي سره واده

د جهیزیې اندازه

پلارنۍ مینه او محبت

د تنکیو ماشومانو قدمونه

د فاطمې له اولاد سره د پیامبر(ص) چلند

له فاطمې سره د پیامبر(ص) چلند

د فاطمې مړینه

پای

د مأخذونو او سرچینو لیکلړ

 

د کابل پوهنتون د شرعیاتو د پوهنځي د ښاغلي استاد ډاکټر محمد ایاز نیازي تقریظ

الحمد لله و صلاة و السلام علی رسول الله و علی آله و اصحابه اجمعین

له شک پرته نن په افغانستان کې د ښځو د حقونو خبره د ټولو قضایاوو او حقوقي مطالبو د لیکلړ په پیل کې ځای لري. د کنفرانسونو او ورکشاپونو تدویر، په رسنیو او مطبوعاتو کې د قضیو انعکاس، د ښځې د ورځې لمانځنه، د جندر قضیه، د ښځې پر ضد د تاوتریخوالي د نه کولو د قانون تسوید… او دې ته ورته بېلګې او کله هم له دې ډول چانس او د سوداګرۍ څخه نامشروع ګټه اخیستل کیږي.

په هر حال په دې اړه دا لاندې پوښتنې رامنځ ته کیږي:

۱.آیا دا ټول پر واقعیت بنا شوي او ولاړ دي؟ یعنې د ښځو د حقونو دفاع کوونکي د هغه څه چې ادعا لري پرې باور هم لري؟

۲. آیا دې غږونو، آوازونو او رنګینو شعارونو په دې وروستیو څو کلونو کې کومه لاسته راوړنه هم درلودلې ده او که نه؟

۳.په دې اړه د پوهانو مسؤلیت څه دی؟

۴. د حل لاره کومه ده؟ یعنې له کومې لارې او څه ډول مسلمانه او افغانه ښځه کولای شي خپل حقونه ترلاسه کړي؟

فکر کوم چې لومړني درې سوالونه په خپله ځواب شوي دي او د څلورم سوال په اړه باید وویل شي چې هر انسان (ښځه او نر) یو لړ حقونه لري چې اسلام ورته ورکړي دي او هغوی یې د هغو د پېژندنې، معرفت، ترلاسه کولو او ملاتړ په برخو کې مکلف کړي دي. په هماغه ډول چې د اسلام فقهیه وو د حق په پېژندنه کې پرې ټینګار کړی دی.

نو ښځه په اسلام کې د درانه، مکرم او معزز انسان په توګه راپېژندل شوې ده یعنې مور، نیا، خاله، عمه، خور، لور او مېرمنه له ځانګړي درناوي، مقام او ځای څخه برخمنه ده. سم غبرګون، د مهریې ورکول، نفقه، استوګنه، خدمتګاره او نور د ښځې بنسټیز حقونه دي چې خاوند یې په وړاندې مکلفیت لري.

جنت د مور تر پښو لاندې دی. د خاله خدمت کول د ګناهونو د بخښنې او له منځه وړلو لامل کیږي. د لورانو نېکه او له مینې څخه ډکه روزنه او پالنه جنت ته د مور او پلار د ننوتلو لامل ګرځي.

نو له شک پرته دې موخې ته د رسېدلو لپاره یوه لاره علم او پوهه ده یعنې د شرعې د احکامو زده کړه د ښځې له بنسټیزو حقونو او مکلفیتونو څخه ده څو وکولای شي د هغو حقوقي مسؤلیتونو په پېژندنې چې اسلام ورته ورکړي دي خبره شي او د هغو د ترلاسه کولو په لاره کې مبارزه وکړي.

د افغانستان ښځې باید پوهې شي چې له حقوقو څخه د هغوی د محرومېدلو لامل اسلام نه، بلکې پر خپلو حقونو د نه پوهېدنې یو لامل یې ځینې ناوړه دودونه چې د اسلام د لمر له ځلېدلو څخه مخکې د عربو په جزیره کې لکه له میراث څخه محرومېدل، د نجونو پروړاندې کرکه او دې ته ورته بېلګو دي چې په خواشینۍ سره تر اوسه هم زموږ په ټولنه کې شتون لري.

نو ځکه کولای شو ووایو چې هغه ارزښتمن اثر چې زما د قدر وړ ورور او ګران ملګري ځوان پوه مولانا نورالله کوثر لیکی دی د افغانستان د ښځو د ستونزو د حل لپاره یوه بله غوره او بنسټیزه لاره شمېرل کیږي. هغه څه ته چې نغوته وشوه او لکه څرنګه چې د بحث له سرلیک څخه یې څرګنده ده.

نوموړي په دې لاره کې مهم او ګټور ګامونه پورته کړي دي او د قرآني آیتونو، نبوي حدیثونو او د اسلام د فقهاوو د اقوالو په رڼا کې یې د ښځو حقونه او مکلفیتونه څېړلي او دا یې ثابته کړې چې د افغانستان ښځې باید د نورو په تمه نه وي، بلکې خپله مکلفې دي چې د خپل دین او شریعت په رڼا کې خپل حقونه ترلاسه او د دواړو نړیو نیکمرغۍ ته ورسیږي. کله چې یې د حقونو خبره کیږي باید پوه شي چې علومو او شرعي احکامو ته لاسرسی یې لومړیتوب لري ځکه له هغې پرته د موخې ترلاسه کول ممکن نه دي.

په پای کې لازمه ګڼم چې خپل ګران ورور، ځوان او هڅاند پوه چې په دې او نورو موضوعګانو کې یې د دیني او اسلامي قضایاوو په اړه ښه آثار چمتو کړي دي، بشپړه روغتیا، ډېره بریا او د دواړو نړیو نیکمرغي ورته له لایزال خدای(ج) څخه وغواړم او خدای دې وکړي چې د ده دا بحث د مسلمانو خویندو لپاره ګټه ورسوي.

قاهره

جمادی الثانی/۲۷/۱۴۳۱

 

دوکتور محمد ایاز نیازی، د کابل پوهنتون د شرعیاتو د پوهنځي استاد او د وزیر محمد اکبر خان د جامع جومات خطیب

 

 

 

 

 

 

 

د اسلام پوه  استاد ملا تاج محمد مجاهد تقریظ

بسم الله الرحمن الرحيم

الله جل جلاله ارشادفرمايي: «الیوم آکملت لکم دینکم ……»

په اوسمهال کې د اسلامي علومو ځیني پوهان او یو شمېر مؤمن ورونه او خویندې په شریعت او د هغه پر بنسټ د ژوند کولو پورې د اړوندو ځینو چارو په اړه له ځینو احکامو څخه یا دا چې ځان مسؤل نه ګڼي او یا دا چې تساهل کوي او ځان ناروا چارو ته سپاري… او یا له ټولو څخه ناوړه دا چې ځیني وختونه د لوړ رتبه وو په وړاندې په ځانګړې توګه د غیرمسلمانو او ځینو دولتي اراکینو په وړاندې له اړینو اسلامي څرګندونو څخه ځان ساتي. له دې څخه ناوړه دا چې ځیني داسې کسان هم شته چې د خپلې عقیدې، ایمان او دیانت پورې اړوندو چارو په ترسره کولو کې د شرم او حیا احساس کوي. دوی په ناپوهۍ کې د پورتني آیت په وړاندې دریږي ځکه موږ د هېڅ دلیل او لامل له مخې اجازه نه لرو چې له حقیقتونو څخه ځان بلې خواته تېر باسو او مخ ترې واړوو که په شعوري ډول داسې وکړو او یا دا چې له دیني چارو څخه د شرم کولو په صورت کې پر دې قانع شو چې د دین دا چاره نیمګړتیا لري او شرم آوره ده؛ نو په دې صورت کې چېرته تللي یو.

یا دا چې د وګړو د حیثیتونو لپاره لکه مقامونو، مېلمنو، ګټو او دې ته ورته له شرعي چارو څخه په سرسري توګه تېر شو؛ نو بیا هم چېرته تللي یو؟ ښکاره ضلالت او بې لارۍ ته.

د پام وړ یې ګڼم چې یا حق څرګند کړم او یا چوپ پاتې شم او یا دا چې مجلس، موقف او نور پرېږدم. له دې پرته له کبیره ګناه څخه پورته ګناه به مې کړې وي ځکه کبیره ګناه کوونکی ډېری مهال ځان او نورو ته زیان رسوي، خو هغوی چې د مصلحتونو، د وګړو د خوښولو، د دنیا، دندې، مادي ګټو، وېرې او داسې نورو لپاره له حریم څخه تېرېږي. زیان یې چېرته رسیږي؟ یا هغوی چې پر شهادتونو باندې فتواوې ورکوي آیا پوهیږي چې څوک شهید شوی دی او یا هغوی چې د حکامو په پلوۍ او د ډوډۍ او معاش د ترلاسه کولو لپاره فتوا ورکوي، پوهیږي چې د هغوی دا فتوا د الله(ج) په وړاندې په دنیا او آخرت کې څه مسؤلیتونه لري. آیا هغوی چې د نورو د خوښۍ د ترلاسه کولو لپاره ناحقې فتواوې ورکوي، د الله(ج) له غضب څخه به چېرته پناه وړي او هغوی چې د حقونو او نورو … په نومونو زموږ د خویندو په اړه نظریې ورکوي لکه د شرعي فتواوو په څېر له ځانه هر څه لیکي او وايي پوهیږي چې حجاب څه دی او د ښځو زده کړه، د سالمې، عزتمند کورني نظام او د اصیلې مسلمانې ښځې حیثیت، د نسل ساتنه، او د ښځو او سړیو د ژوند سلامتي په څه کې ده؟ او اسلام د انسان لپاره کوم ګټور او اغېزناک پروګرام لري؟ که پوهېږو؛ نو ولې له رښتیا څخه لېرې کېږو او بلې خواته ځو. په هر حال دا د زړه یو څه خواله وه چې له خپلو مؤمنو خویندو او ورونو سره مو شریکه کړه..

اوسنۍ لیکنه زما د مخلص، پوه او با احساسه ورور استاد کوثر څېرنیزه هڅه ده چې د اسلامي آثارو د تألیف او ژباړې او د الله(ج) لوري ته د بلنې په لاره کې تل هڅه کوي، د ستاینې وړ ده. همدارنګه له خپل ورور استاد کوثر څخه غوښتنه کوم څو د حق د پیام په لیکنې او د ټولنې د وګړو غوږ ته یې د رسېدنې په لاره کې خپلې هڅې نورې هم ډېرې کړي.

او په ډاډ سره ویلی شم چې په دې لاره کې ورته ډېر لوی اجر شته او هغه هم په داسې ورځ کې چې دې اجر ته به ډېر اړ یو او انسان په ډېرې سختې، حیرانۍ او انتظار کې ژوند کوي. هغه ورځ چې له خوبه به مو راویښوي او د حساب لپاره مو د الله(ج) دربار ته وړي.

دا هم زیاتوم چې ګرانه وروره استاد کوثره! چې ستاسو د لیکنو له لوستلو انشاءالله با درک لوستونکي ګټه اخلي. د عزتمند، با حیثیته او د ښه ژوند کولو لپاره مو ښه، معقول او ګټوره څېړنه منظمه کړې ده. د شرعې پر بسنټیزو خطونو باندې ودرېدل د خدای پرسته نارینه وو له نه هېرېدونکو لاسته راوړنو څخه ده.

در بیابان گربه عزم کعبه خواهی زد قدم

سرزنش ها گرکند خار مغیلان غم مخور

والسلام علیکم و رحمة الله و برکاته

اخوکم فی الله ملا تاج محمد مجاهد

کابل ۱۵/۲/۱۳۸۹ل

 

 

 

بسم الله الرحمن الرحيم

الحمد لله رب العالمين والصلاة والسلام علی أشرف المرسلين نبينا محمد وعلى آله وصحبه وسلم. اما بعد.

سریزه

د عفت، عزت، حیاء او د مسلمانې ښځې او سړي د نیکمرغۍ د ساتونکو وسیلو په لړ کې یو هم د ژوند په ټولو اړخونو کې د محمدي غرا(صلي الله عليه وأله وسلم) د حدودو او قوانینو په پام کې نیول دي.

يقينآ پوهیږو هغه څه چې د انسان د عزت، نیکمرغۍ او سرلوړۍ د ترلاسه کولو وسیله ګرځي هماغه د لوړو اسلامي ښوونو زده کړه او ځان پرې سمبالول دي. څرګنده ده چې الله(ج) د هر مخلوق د دوام او بقا لپاره ځانګړي قوانین، ضوابط او حدود وضع کړي دي. د دې حدودو او قوانینو په ډله کې هغو قوانینو او حدودو ته هم پام کول اړین دي چې الله(ج) د نامحرمو ښځو او سړیو د اختلاط او نږديوالي په اړه وضع کړي او ټاکلي دي. د دې وضع شویو قوانینو د مشروعیت موخه د اړیکو، ناستو ولاړو، د ښځې او سړي تر منځ له یو بل سره د رفتار ډول او  زغملو د څرنګوالي څرګندونه او پېژندنه، د هغوی د سلامتیا او سالمیت لپاره ده.

که دا قوانین او حدود په پام کې ونیول شي، له شک پرته چې اسلامي ټولنه له هر ټول فاجعو، آفتونو، ناروغیو، زیانونو او الهي عذابو څخه به په امن کې پاتې شي. که دا حدود په پام کې و نه نیول شي ټولنه به د بدبختیو او زیانونو له کندې سره لاس او ګرېوان شي.

د اختلاط او نږدېوالي ضوابط او قوانین د هغو حدودو له ډلې څخه دي چې په پام کې نه نیول یې د زیان رسوونکو او ساري ناروغیو لامل کیږي او ټوله ټولنه د هلاکت او تباهۍ په لوري بیايي. په دې حساس وخت کې چې د اسلامي ټولنې فرهنګ او ثقافت د اغیارو تر توفانې یرغلونو لاندې دی، مسلمان له خپل شتمن او ښکلي دیني کلتور څخه لېرې کوي او د استعمار دا حرکت د دې لامل ګرځېدلی چې ډېرې اسلامي کورنۍ له یو بل څخه پردۍ شي او د مستکبر لوېدیځ د مبتذلو او مستهجنو فرهنګونو او عنعنو لمنې ته ورولوېږي.

نامشروع اختلاط او نږدېوالی تر ټولو ناوړه او درد بخښونکې فاجعه او نړۍ شموله وبا ده چې ملتونه یې د هلاکت له کندې سره مخامخ کړي دي.

او دا آفت له شرعي احکامو او قوانینو په ځانګړي توګه په حجاب پورې اړوندو احکامو نه د یو شمېر مسلمانو ښځو او سړیو له بې خبرۍ څخه سرچینه اخلي.

نو د دې رښتیا په پوهېدنې سره اسلامي پوهانو، مؤمنو او ژمنو قلم لرونکو دا خپل مسؤلیت وګاڼه چې اسلامي ټولنه له دې خطر څخه خبره کړي او هغوی د بې خبرۍ له دې دروند خوب څخه راویښ کړي څو د (غیر اسلامي نړۍ) د استعمار د ښکارچیانو ښکار و نه ګرځي.

په هېڅ وخت او مهال کې لکه د اوسمهال په څېر د ښځې مسأله مطرح نه وه په اړه یې بحث او څېړنه تر دې کچې غځېدلې نه ده. البته د حیرانۍ ځای نه دی چې ښځه دې د داسې ځای او مقام ولري. په هېڅ ډول ښځه باید د ساعتیرۍ وسیله ونه ګڼله شي او یا دې د خرڅېدلو او اخیستلو شیانو په سترګه ورته و نه کتل شي. او یا په ټولنه کې ورته کوم حق ور نه کړل شي، بلکې ښځه د انساني کورنۍ بنسټیز رکن او پایه شمېرل کیږي.

اسلام حجاب د ښځې د محدودیت او حبس لپاره نه دی راوړی، بلکې د هغې د ساتنې لپاره یې توصیه کړی دی ځکه اسلام د ښځې د حبس او د هغې د وړتیاوو د ښکته راوستلو او سرکوبولو باندې خوښ نه دی، بلکې د عفاف په پام کې نیولو او د حریم په ساتلو سره یې په ټولنه کې د ګډون حق ورکړی دی، خو له شهواني او تجاري ناوړه ګټو اخیستنو څخه یې منع کړي ده.

په رښتیا سره چې حجاب د بې لارو سړیو د محدودیت لامل دی چې د آزادو او بې حد او حصرو ناوړه ګټو اخیستونو په لټه کې دي؛ نو له دې ډله نارینه وو څخه د ښځو ساتنه موخه ده.

همدارنګه پوهیږو چې د ښځو له ټولو ظریفو ځانګړتیاوو څخه دا دي چې هغوی خپل ظاهر، سینګار او ښایست  ته ډېره پاملرنه کوي چې دا ځانګړتیا له وړکتوب څخه څرګندیږي.

متعال خدای (ج) فرمايي: ﴿أَوَمَن يُنَشَّأُ فِي الْحِلْيَةِ وَهُوَ فِي الْخِصَامِ غَيْرُ مُبِينٍ﴾. (الزخرف: 18).

«آيا هغه څوک چې په ښایست او سینګار کې پالل کیږي، او د خبرو اترو پر مهال او په بحث او مجادله کې (د شرم، حیا او نازکې عاطفې له امله چې لري یې) نه شي کولای خپله موخه  ښه او ښکاره ووایي.(د خدای اولاد یې ګڼئ).

حجاب پردیو او نامحرمو ته د دې ښایست او سینګار د ښکارېدلو او د ښځې د ساتنې او صیانت لپاره له شرونو او د بولهوسۍ له لومو څخه مانع ده.

او هر کله چې د ښځې پام د ځان سینګارولو ته د خپل خاوند د خوشحاله کولو لپاره وي، عزوجل الله(ج) ته د هغې د نږدې کېدلو لامل کیږي. څرنګه چې د أبوهريره رضي الله عنه  په حدیث کې راغلي چې ویلي یې دي: «سئل رسول الله صلي الله عليه وسلم أي النساء خير؟ قال: «الذي تسره إذا نظر إليها، وتطيعه إذا أمر، ولا تخالفه حينما يكره في نفسها وماله»[1]،  له رسول الله صلي الله عليه وسلمڅخه وپوښتل شول: تر ټولو غوره ښځه څوک ده؟ و یې فرمایل:« هغه ښځه چې هر کله یې خاوند ورته وګوري د هغه د خوښۍ لامله شي او کله چې خاوند ورته امر کوي هغه یې مني او[ هغه چارې] چې د خاوند خوښیږي چې د هغه د ښځې او مال په برخه کې ترسره شي ښځه له هغو سره مخالفت نه کوي».

مسلمانې ښځې او نجونې مخکې له دې څخه چې د سینګار او جامو په اړه پرېکړه وکړي باید په هغوی پورې د اړوندو احکامو ارزونه، څېړنه ترسره او په اړه دې پوښتنه وکړي. په ځانګړي توګه په اوسمهال کې چې ناوړه عملونه خپاره شوي او بې دیني دود شوې ده او د جامو اغوستلو، د وېښتانو د سینګارولو، سینګار توکو او د نورو اصطلاحګانو چې ښځې یې په دې برخه کې کاروي د مدلونو اورونه ډېر شوي دي.

او زموږ دښمنان هم همدا غواړي او غواړي چې د زهر لرونکو او درواغو تبلیغاتو له لارې زموږ ښځې او پېغلې د بې حیايۍ، لوڅۍ، مستۍ او لایعقلۍ ډګر ته راوکاږي.

[موضوع ته ارزښت ورکول له دې امله ده چې] سبحانه وتعالي الله(ج) به له موږ څخه پوښتنه وکړي او په دې نړۍ کې زموږ د ټولو کړنو په اړه پوشتنه کوي، پيامبر –صلي الله عليه وسلم-فرمايي: «لا تزول قدما ابن آدم يوم القيامة من عند ربه حتي يسأل عن خمس: عن عمره فيم أفناه، وعن شبابه فيم أبلاه، وعن ماله من أين اکتسبه وفيم أنفقه، وماذا عمل فيما علم»[2]. «د قیامت په ورځ انسان د الله(ج) په وړاندې ثابت پاتې کیږي تر دې چې الله(ج) له هغه څخه د دغو پنځو برخو په اړه وپوښتي، له عمر څخه یې چې په کومه لاره کې دې تېر کړ، ځواني یې چې څرنګه دې تېره کړه، او مال په اړه یې چې له کومې لارې دې پیدا کړ او په کومه لاره کې دې خرڅ کړ او تر کومې کچې دې پر خپلو پوهو عمل وکړ».

‌‌بلکې ـ جل وعلا ـ خدای به له موږه له ټولو څخه د ظریفو او له ټولو څخه د ساده مسایلو په اړه وپوښتي، څرنګه چې په قرآنکریم کې ورته نغوته شوې ده:﴿وَلَتُسْأَلُنَّ عَمَّا كُنتُمْ تَعْمَلُونَ﴾. (النحل: 93).

«او له شک پرته د هغو کړنو پر وړاندې چې ترسره کوئ یې مسؤل یئ له تاسو څخه پوښتنه کیږي».

یعنې الله(ج) د قیامت په ورځ له تاسو څخه ستاسو د ټولو کړنو په اړه پوښتنه کوي او له هغو سره سم درته اجر او سزا درکوي. له ټولو څخه د کوچنۍ کړنې حتی لکه د خرما د هستې په منځ کې د نازکې رشتې او هغه کوچنۍ سورۍ په اړه چې په څټ کې یې شته دی او هغه نازک پوستکی په څېر چې هغه یې پټ کړی دی په اړه یې پوښتنه کیږي؛ نو کله چې د دومره کوچنیو کړنو په اړه پوښتنه کیږي؛ نو د لویو مسایلو په اړه به څرنګه غبرګون ښودل کیږي؟

زما ګرانې خورې! دا کتاب د هغو شرعي احکامو په اړه یادونې لري چې زه او ته زما مسلمانه خور باید پرې پوه شو چې هیله مند یم هغه په پام کې ونیسو څو له ډېرو شته وو ستونزو څخه چې ډېرې ښځې، نجونې او هلکان یې کم ارزښته ګڼي، په امن کې پاتې شو.

له ـ عزوجل ـ خدای څخه غواړم چې د پرهیزګارۍ جامې دې راواغوندي او موږ دې په ایمان باندې ښایسته کړي.

همدارنګه غواړم چې زموږ له ښېګڼو دې زموږ تله درنه کړي او په خپل لطف او بخښنې سره دې زموږ خطاوې، ګناهونه او نیګړتیاوې وبخښي.

د یادونې وړ یې ګڼم چې هغه مهال چې په کابل کې وم د دې کتاب مطالب بشپړ کړي او چاپ ته مې چمتو کړی و، خو د مصر عربي جمهوریت ته یو ناڅاپې سفر را پېښ شو او د کتاب چاپ وځنډېده، خو کله مې چې د مصر اسلامي ټولنه ولیده د دې هېواد د ځوانو هلکانو او پېغلو حالاتو ته ډېر خواشینی او ډېر خفه شوم په ځانګړي توګه د اسلامي حجاب د نه مراعاتولو او د ډېرو ځوانو هلکانو او پېغلو ترمنځ د اسلامي او دیني قوانینو ته د پام نه کولو او د اروپا او د لوېدیځ د مستهجن او مسخه شوي فرهنګ له بې ځایه تقلید له امله ډېر خواشینی شوم.

نو و مې غوښتل چې پر کتاب مې ځینې نورې برخې هم زیاتې کړم او د اسلامي ملت غیورو او با وقاره خویندو او لوڼو ته خپل ډېر درد څرګند کړم.

هغه څه چې ما په ډېرو اسلامي تولنو او ډېرو هېوادونو لکه ایران، پاکستان، عربي متحده اماراتو، سعودي عربستان، مصر، د هند اسلامي ټولنې، ترکیې، تاجکستان او خپل افغانستان … کې ولیدل په رښتیا سره چې درد بخښونکې او له تمې څخه لېرې ده، خو هیله مند یم چې د الله(ج) په توفیق سره بېرته په واقعي توګه اسلام ته راوګرځو او پر دیني احکامو باندې بشپړ ټینګار زموږ د مسلمانو ښځو او نارینه وو په وجود کې رامنځ ته شي.

بد حجابي او بې حجابي په اسلامي ټولنو کې تر ټولو ناوړه درد بحښونکې فاجعه ده چې زموږ مسلمانانو بې شمېره زخمونه نور هم ډېروي.

همدارنګه د یادونې وړ ده چې زموږ دښمنانو وغوښتل د خپل لاس لاندې رسنیو په وسیله له دروغو او زهر لرونکو تبلیغاتو سره ښځه په اسلام کې په بند کې د یو بندې په توګه څرګنده کړي.

له همدې امله مخکې له دې چې د اسلام په وسیله د ښځې پر بشپړې آزادۍ خبرې وکړم تر اسلام مخکې او وروسته مې په پخوانیو ملتونو کې د ښځې پر ټولنیز ارزښت او مقام باندې لنډ نظر څرکند کړی دی.

څو د هغه په رڼا کې وکولای شو د هغه مقام او ارزښت څخه چې ښځو د اسلام په رڼا کې ترلاسه کړی دی، څرګنده او روښانه تابلو وګورو.

ځکه د ښځې حقونه او مقام د اسلام په شرع او اسلامي ټولنه کې ډېر لوړ او اغېزناک دي. او پر ځای خبره یې کړې چې.« د ښځې له لمنې څخه سړی معراج ته رسیږي».

الأم مدرسه إذاأعددتها أعددت شعباً طيبالأعراق

«مور هغه مدرسه ده چې هر کله دې هغه چمتو کړه غوره ملت دې چمتو کړی».

 

او یا د فارسي ادب د آسمان د ځلانده ستوري پروين اعتصامي په وینا:

 

چه پهلوان و چه سالک، چه زاهد و چه فقيه

شـــدند يکـسره شــاگرد ايـــن دبيـــرســـتـان

اگــــر فــلاطُن و ســقراط، بـوده‌ انـد بـزرگ

بــــزرگ بـــوده پــرسـتار خـــردي ايـشــان

بـه گـاهـواره‌ي مـادر، به کـودکـي بس خـفت

سـپـس بـه مـکـتب حـکمت حـکيم شـد لقمـان

هــمـيشـه دخـتـر امــروز مــادر فــرداســت

ز مــادر اســــت ميـــسر بــزرگــي پــسران

زنــي کـه گــوهــر تـعلـيم و تـربيـت نـخريـد

فــروخـت گـوهــر عـمـر عــزيـز را ارزان

هو! مسلمانې ښځې په خپل مقام او ځای باندې په ښه توګه پوهېږې؛ نو په هوښ اوسئ او هڅه وکړئ څو خپل مقام ته د رسېدلو له لارې خپله ونډه بشپړه کړئ. ګران اسلام چې تاسو ته یې کرامت او عزت ډالۍ کړی دی په سمه توګه وپېژنئ او بیا یې  له خپل توان سره سم په لارښوونو عمل وکړئ او د هغو پر بنسټ خپل اولادونه وروزئ او د الله(ج) لورې ته د بلنې او د الهي دین د ابلاغ په لاره کې له خپلو هڅو مه لاس په سر کېږئ.

دا کتاب چې کېدای شي مطالب یې ستاسو پر پوهې او معلوماتو کوم څه ډېر نه کړي، خو تاسو ته د ځینو ټکو د یاد ساتلو یادونه کوي چې ستاسو د نېکمرغۍ او د ټولنې د پاکۍ لامل به وګرځي ځکه ټولې ښېګڼې، پاکۍ، لویۍ او پوهې ستاسو له پاک او روښانه وجود څخه سرچینه اخلي.

 

تر دې سریزې وروسته چې له الله(ج) څخه غوښتنه کوم چې ګټور یې وګرځوي، پر اصلي سرلیکونو بحث کوو.

په درناوی

نورالله کوثر

د مصر عربي جمهوریت – القاهره- د الازهر شریف ټولنه

۱۴۳۱ لېږدیز کال د ربیع الثاني ۵

له ۲۰۱۰/۳/۲۱ سره سمون لري

 

[1] -أحمد او نورو روایت کړی دی او الباني هغه صحیح ګڼلی دی.

[2] – الترمذی او آلبانی هغه حسن ګڼلی دی.

ارسال یک پاسخ

آدرس ایمیل شما منتشر نخواهد شد.

4 × 3 =