په اسلامی نړی کښی دی تکفیر فتنه

په اسلامی نړی کښی نن سبا ډیرۍ داسی فتنی لیدل کیږی څی د مسلمانانو د کمزورۍ او انحطاط لامل سوی دی او دا هم یو څرګند حقیقت ده څی په اوسنۍ زمانه کښی په نړۍ کښې ګنې فتنې پیدا شوې، نو په هغو کې یوه خطرناکه یې په یوه او بل باندې د کفر او فسق ټاپې وهلو او په یو او بل لعنت ویلو فتنه هم پیدا شوه، خلکو د اسلام په سوچه او سمو عقایدو کې خبرې را وویستې، د قیاس او تاویل په وسیله یې په هغو کې داسې فروع او جزئیات پیدا کړل چې له یو اوبل سره یې ټکر درلود، او په کتاب الله او سنت رسول کې یې هم تصریح نه وه شوې، او که شوې به هم وه نو الله جل جلاله  او د هغه رسول صلی الله علیه وسلم ورته چندان ارزښت نه و ورکړی، بیا نو دغه د الله جل جلاله  بندګانو ( الله پاک دې ورته بښنه وکړي) خپلو وضع کړو فروعي مسائلو ته دومره اهتمام ورکړ چې هغه یې بیخي د ایمان مدار او محور وګرځول او د هغو پر بنسټ یې اسلام ټوټې ټوټې کړ، په لسګونو فرقې او ډلې یې جوړې کړې، هرې فرقې بیا بلې ته کافر، فاسق، ګمراه او دوزخي او الله جل جلاله  پوهیږي څه څه وویل.
په داسی حال کښی څی الله جل جلاله  په خپل کتاب کې د کفر او اسلام ترمینځ د توپیر واضح او څرګند خطونه او کرښې راښکلې دي او هیچا ته یې هم دا حق ندی ورکړی چې په خپله خوښه هغه څه چې دده خوښیږي کفر او اسلام ونوموي، ددې فتنې ترشا که د ښه نیت سره د تنګ نظرۍ لاس وي او که د بدنیت سره د ځان غوښتنې، کینې او حسد، په هر حال دغه څه چې د مسلمانانو جماعت او صف ته څومره ضربه ورکړې ده بل هیڅ شي نده ورکړې.
ترکومه چې د یوچا د ایمان او کفر خبره ده نو ددې پریکړه د هیڅ انسان کار نه دی، دغه مسئله نیغ په نیغه تر الله  جل جلاله  پورې تړلې ده، او هغه به یې د قیامت په ورځ فیصله کوي، پاتې شوه د بنده خبره ، نو هغه چې د څه شي فیصله کولی شي نو هغه یوازې دا ده چې الله جل جلاله  او د هغه رسول صلی الله علیه وسلم چې د اسلامي ملت لپاره کومې ځانګړې نښې بیان کړې دي نو د هغو په نظر کې نیولو سره کوم سړی د اسلام په دایرې کې دننه دی او کوم ترې نه وتلی دی.
پدې اړه چې کوم څیزونه مونږ ته د اسلام د بنسټونو په توګه را ښودل شوي دي هغه دا دي: حدیث شریف دی ( الاسلام ان تشهد ان لا اله الا الله و ان محمدا رسول الله و تقیم الصلوة و تؤتی الزکوة و تصوم رمضان و تحج البیت ان استطعت الیه سبیلا) ( مسلم، ابوداوود، ترمذی، نسائی)
ژباړه: ( اسلام دا دی چې ته شاهدي ووایې چې له یو الله جل جلاله  پرته بل هیڅ معبود نشته او محمد صلی الله علیه وسلم د الله جل جلاله  رسول دی، لمونځ ادا کړې، زکات ورکړې ، د رمضان میاشت روژه ونیسې او که بیت الله ته د تللو توان ولرې نو حج وکړې).
بل ځای کې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي ( امرت ان اقاتل الناس حتی یشهدوا ان لااله الا الله و ان محمدا رسول الله و یقیموا الصلوة ویؤتوا الزکوة فاذا فعلوا ذالک عصمو منی دماء هم الا بحق الاسلام و حسابهم علی الله عزوجل) ( بخاری، مسلم، احمد).
ژباړه: ( ماته امر شوی دی چې له خلکو سره جګړه وکړم ترڅو هغوی شاهدي ووایي چې له یو الله جل جلاله  نه پرته بل هیڅ معبود نشته او محمد صلی الله علیه وسلم د هغه استازی دی، لمونځ وکړي ، زکات ورکړي ، نو چې دا کارونه وکړي، خپل ځانونه به رانه خوندي کړي مګر که د اسلام کوم حق ورباندې شي، او حساب یې په الله جل جلاله  باندې دی).
دا د اسلامي ټولنې د پولو او سرحدونو نښې دي، څوک چې ددې پولو دننه دي نو مونږ ته امر شوی دی چې له هغوی سره د مسلمان په توګه چلند وکړو، هیڅوک دا حق نلري چې هغوی د دین نه بهر کړي، او څوک چې له دې پولو نه وتلي دي نو له هغوی سره باید هغه چلند وکړو چې د (( حق الاسلام)) په توګه ورسره واجب دی، په دواړو صورتونو کې مونږ ته روا ندي چې د باطن حساب یې ورسره وکړو، زمونږ وظیفه دا ده چې ظاهر ته وګورو، مونږ څه چې ان رسول الله صلی الله علیه وسلم به په خپله په ظاهر باندې حکم کولو، د بخاري او مسلم متفق علیه حدیث دی چې یوځل حضرت علي  رضی الله عنه له یمن نه څه مال رسول الله صلی الله علیه وسلم ته لیږلی وو نو هغه مبارک په څوتنو وویشه یو چا ګیله کړې وه چې مونږ وړ وو باید دغه مال یې مونږ ته راکړی وای، رسول الله صلی الله علیه وسلم ته چې دغه خبره ورسیده نو هغه وفرمایل: آیا تاسې ما امین نه ګڼئ حال دا چې زه په …حضرت خالد  رضی الله عنه هم چې دا حالت ولید نو رسول الله صلی الله علیه وسلم ته یې وویل: د الله جل جلاله  رسوله! اجازه راکړه چې دغه منافق ووژنم، هغه مبارک ورته ځواب ورکړ، خالده! پریږده یې ، کیدای شي لمونځ به کوي، خالد رضی الله عنه ورته وویل: اې د الله جل جلاله  رسوله! څومره خلک شته چې لمونځونه هم کوي خو په ژبه یې یوه او په زړه کې یې بله وي، رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل: ( انی لم اومر ان انصب عن قلوب الناس ولا اشق بطونهم )
ژباړه : ماته دا امر ندی شوی چې زه د خلکو زړنه خلاص او خیتې څیرې کړم او ویې ګورم.آسمان کې امین یم، هر سهار او ماښام راته د آسمان خبر راځي، نو پدې وخت کې یو سړی پاڅید او رسول الله صلی الله علیه وسلم ته یې وویل: له الله جل جلاله  نه وویریږه، نو هغه مبارک ورته وفرمایل: ( ویلک اولست احق اهل الارض ان یتقی الله)
ژباړه: ( افسوس ستا په حال، آیا د ځمکې پرمخ میشتو خلکو ترمینځ له مانه زیات بل چا سره دا ښایي چې له الله جل جلاله  نه وویریږي؟ ) حضرت خالد  رضی الله عنه هم چې دا حالت ولید نو رسول الله صلی الله علیه وسلم ته یې وویل: د الله جل جلاله  رسوله! اجازه راکړه چې دغه منافق ووژنم، هغه مبارک ورته ځواب ورکړ، خالده! پریږده یې ، کیدای شي لمونځ به کوي، خالد رضی الله عنه ورته وویل: اې د الله جل جلاله  رسوله! څومره خلک شته چې لمونځونه هم کوي خو په ژبه یې یوه او په زړه کې یې بله وي، رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل: ( انی لم اومر ان انصب عن قلوب الناس ولا اشق بطونهم ) ژباړه : ماته دا امر ندی شوی چې زه د خلکو زړنه خلاص او خیتې څیرې کړم او ویې ګورم.
امام شافعي (رح) او امام احمد(رح) په خپلو مسندونو او امام مالک(رح) په موطا کې دا روایت نقل کړی دی چې په انصارو کې یوتن له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره پټې خبرې کولې، پدې ترڅ کې رسول الله صلی الله علیه وسلم په لوړ آواز سره وفرمایل: ( الیس یشهد ان لا اله الا الله؟ ) آیا هغه د شهادت کلمه نه وایي؟ هغه سړي وویل: هو ! وایي یې، خو کلمه یې هیڅ اعتبار نلري، بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل: ( الیس یشهد ان محمدا رسول الله؟ ) آیا محمد د الله جل جلاله  د رسول په توګه نه مني؟ هغه ورته وویل: هو! خو هیڅ اعتبار نلري، بیا ترې رسول الله صلی الله علیه وسلم وپوښتل: ( الیس یصلی؟ ) آیا لمونځ نه کوي؟ نو هغه سړي ځواب ورکړ: هو! لمونځ خو کوي خو لمونځ یې هیڅ ارزښت نلري، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل: (اولئک الذین نهانی الله عن قتلهم)
ژباړه: ( الله جل جلاله  زه د همدغه راز خلکو له وژلو نه منع کړی یم).

ارسال یک پاسخ

آدرس ایمیل شما منتشر نخواهد شد.

پنج × 4 =