پر الله تعالی باندی تو کل او اعتماد او نیکی اغیزی یی

0 305

پخپلو ټولو کارو کې مسلمان پرالله تعالی باندی توکل یو دینی فرض بولی او د اسلامی عقیدی څخه یی شمیری ځکه چې د الله تعالی حکم دی : « وَعَلَی اللهِ فَتَوَکَّلُوْا اِنْ کُنْتُمْ مُؤْمِنِیْنَ ) — ( المائدة – ۵ – ۲۳).    ( یعنی پر الله باندی توکل کوئ که چیری تاسی مؤمنان یاست ) .
دغه وجه ده چې توکل کول پر الله تعالی باندی د مؤمن د عقیدی لازمی جز دی ، ایمانداره د الله تعالی په اتباع کولو سره خپل ځان مکمل و ده ته سپاری .   د اسلام څځه بی خبره او د اسلام د عقائدو مخالفینو چې د توکل کوم تعریف کړی دی هغه د مسلمان په نظر غلط دی چې توکل صرف په ژبه سره د الله نوم اخیستل دی . که څه هم د زړه له کومی نه وی او داسی نور … د مسلمان په زړه کې د توکل هغه مفهوم دی چې د ده د ایمان او عقیدې جز دی چې د هرکار لپاره څومره اسباب دی د هغه ټولو د استعمالولو وروسته ددی کار تکمیل او د هغه صدور محض او یوازی د الله په حکم سره کیږی هغه د اسبابو د استعمال بغیر د هیڅ ثمری د حاصلیدو طمع نه لری ، مسلمان د دی مقدماتو او اسبابو د ثمراتو او مقاصدو پیدا کیدل الله تعالی  ته سپاری ځکه چې دی پر هغه قادر دی او د ده بغیر هیڅوک د دی نتیجې او ثمرې د پیدا کولو قدرت نلری .
توکل د مسلمان په نزد په رضا او رغبت او اطمنان سره کار کول او بیا د هغی د مثبتی نتیجې امید درلودل ته وایی او عقیده یی دا وی چې الله څرنګه وغواړی هغسی کیږی او چې نه یی وغواړی نه کیږی او الله تعالی د چا ښه عمل نه ضائع کوی . مسلمان خو په کائناتو کې د الله تعالی د سنت یقین لری نو ځکه د اعمالو لپاره مطلوبه اسباب ضروری بولی او د هغه په تیاری کې پوره کوشش کوی داسی هیڅکله نه ده چې د اغراضو او مقاصدو په حصول کې صرف اسباب کافی دی . مسلمان اسبابو ته تر دی زیات اهمیت نه ورکوی چې د دی اسبابو د تیاری حکم الله کړی دی . د نورو اوامرو او نواهیو په شان یې تعمیل ضروری بولی . پاتی شوه نتیجه هغه الله ته سپارل سویده . هغه قادر دی داسی ډېر عاملین او کاروکونکی شته چې د خپل کوشش میوه یی نه ده خوړلی او ډېرو کښتګرانو د محنت باوجود غله نه ده حاصله کړی پر اسبابو د مسلمان صرف دغومره نظر دی ځکه چې کلی اعتماد او په هره معامله کې د هغه اعتبار کفر او شرک دی چې د هغه څخه اجتناب ضروری دی د اسبابو په باره کې د مسلمان دا نظریه د اسلامی روح او د نبی صلی الله علیه وسلم د تعلیماتو عین مطابق ده .  نبی علیه الصلاة والسلام د کفارو سره ډېر لوی . جنګونه کړی دی ، ده به مخکی د جنګ د اسبابو مکمل تیاری کولوه سامان د جنګ به یی تیار کړی ، میدان به یی انتخاب کړی او وخت به یی انتخابوی ، د مسلمان نظریه د اسبابو په باره کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د سیرت مبارکه او د ده د تعلیماتو څخه مستفاد ده د سیرت د مطالعی څخه مکمل حالات تا ته معلومیږی .
الله تعالی فرمایی :  « وَتَوَکَّلْ عَلَی الْحَیِّ الَّذِی لاَیَمُوْتُ » — ( الفرقان  ۲۵- ۵۸) .
ترجمه :  او پرهغه ژوندی باندی توکل وکړئ چې هیڅکله نه مری ).   همدارنګه الله تعالی فرمایی : « وَقَالُوْا حَسْبُنَااللهُ وَنِعْمَ الْوَکِیْلُ » — ( آل عمران – ۳ – ۱۷۳) .
ترجمه :  « او ویل دوی موږ لره الله کافی دی او ښه کار ساز دی ) .     او بیا فرمایی :  « اِنَّ اللهَ یُحِبُّ الْمُتَوَکِّلِیْنَ » — ( آل عمران – ۳ – ۱۵۹) .    ( یعنی بیشکه الله تعالی خوښوی توکل کوونکی ) .
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایی :  « لَوْ أَنَّکُمْ تَتَوَکَّلُوْنَ عَلَی اللهِ حَقَّ تَوَکُّلِهِ لَرَزَقَکُمْ کَمَایَرْزُقُ الطَّیْرَ تَغْدُوْ خِمَاصًا وَتَرُوْحُ بِطَانًا » — ( سنن ترمذی وحسنه ) .
ترجمه :  که چیری تاسو پر الله باندی داسی توکل وکړی لکه څرنګه چې یی حق دی نو تاسو ته به داسی روزی درکړی  لکه مارغانو ته چې یی ورکوی چې سهار په تش نس وځی او ماښام ماړه راځی .    نبی علیه الصلاة و السلام به د کوره څخه د وتلو به وخت کې دا دوعا ویله :
« بِسْمِ اللهِ تَوَکَّلْتُ عَلَی اللهِ وَلاَحَوْلَ وَلاَقُوَّةَ اِلاَّ بِاللهِ » — (ترمذی ) .
ترجمه :   د الله په نامه سره (شروع کوم) زه پر الله باندی توکل کوم او د الله څخه ماسوا هیڅ ساتنه (د بدو اعمالو څخه ) او طاقت پر عبارت نسته .    همدارنګه نبی علیه الصلاة والسلام د اویا زره کسانو په باره کې چې بغیر د حسابه او عذابه جنت ته داخلیږی وفرمایل :  « هُمُ الَّذِیْنَ لاَیَسْتَرْقُوْنَ وَلاَیَکْتَوُوْنَ وَلاَیَتَطَیَّرُوْنَ وَعَلی رَبِّهِمْ یَتَوَکَّلُوْنَ » — ( صحیح البخاری ومسلم ) .
( دا هغه کسان دی چې وینی نه باسی ( یعنی ښکر نه لګوی) داغ نه لګوی او بد فالی نه نیسی او صرف پرخپل رب توکل کوی .
ايثار قربانی او د نيکی سره محبت
د مسلمان د اخلاقو څخه او کوم چې ده د دینی تعلیماتو او د اسلام د خوبیانو څخه فیوض او برکات حاصل کړی دی .  دهغو څخه ایثار او د نورو سره محبت کول هم شامل دی کله چې دی مقام د ایثار حاصل کړی نو پرخپل ځان باندی نورو ته فوقیت ورکوی ، خپله وږی اوسیږی او نورو ته ډوډۍ ورکوی خپله تږی وی مګر د ملګری تږه ورلیری کوی ، بلکی د نورو د ژوند لپاره ځان وژنی او دا د یو داسی فرد لپاره عجیبه او غریبه خبره نه ده چې د کمال په صفاتو سره متصف وی او د فضل او جمال په محبت سره مشرف وی .
دا د الله رنګ دی او دده تر رنګ د چا رنګ بهتر کیدای شی . مسلمان باید د دی ایثار او محبت په حصول کې د سلفو پرطرز روان سی چې د هغه تعریف الله تعالی داسی کړی دی  :
« وَیُؤْثِرُوْنَ عَلی اَنْفُسِهِمْ وَلْوکَانَ بِهِمْ خَصَاصَةٌ وَ مَنْ یُوْقَ شُحَّ نَفْسِهِ فَأُوْلئِکَ هُمُ الْمُفْلِحُوْنَ » — ( الحشر ۵۸- ۹)  (او دوی پرخپل ځان (نورو ته) ترجیح ورکوی که څه هم دوی خپله احتیاج لری او څوک چې د نفس د بخل څخه وساتلی شی هغه کامیاب دی . )  د مسلمان ټول اخلاق او صفات حسنه ، دحکمت محمدی ص د چینی څخه ماخوذ دی  .  نبی علیه السلام فرمایی :  «لاَ یُؤْمِنُ اَحَدُکُمْ حَتّی یُحِبَّ لِاَخِیْهِ مَایُحِبُّ لِنَفْسِهِ » — ( بخاری ومسلم) .
( تر هغه وخته هیڅوک مؤمن نسی کیدای ترڅو چې د خپل ورور لپاره هغه خوښ نکړی کوم د خپل ځان لپاره یی خوښوی پر دی لارښونه باندی په عمل کولو سره د مسلمان په عاداتو کې رفعت ، عظمت ، او بلندی راځی .  همدارنګه د مخکنی آیة منونکی پرخپل نفس او خپل اولاد باندی نورو مستحقینو ته فوقیت ورکوی . او به ایثار کې ترقی کوی .
د مسلمان بنده ژوند د الله سره په تعلق کې تیریږی د ده ژبه همیشه د ده په ذکر سره تر اوتازه وی او زړه یی د الله په محبت کې غرق وی .    د سورة المزمل او فاطر په لاندی آیاتونو کې غور او فکر کوونکی انسان دنیا حقیره او معیوبه بولی او د ده سره د آخرت فکر پیدا کیږی ، داسی انسان به ولی د مال په سخا کې خوشحالی نه محسوسوی او د خیر په کار کې به حصه نه اخلی چې دی په دی پوهیږی چې نن ورځ موږ څه کوو ، د هغه بدله سبا په آخرت کې موږ ته په ښه طریقه سره راکول کیږی . الله تعالی فرمایی :
« وََ مَاتُقَد ِّمُوا ِلاَنْفُسِکُمْ مِّنْ خَیْرٍتَجِدُ وْه عِنْدَاللهِ هُوْ خَیْرًا وَاَعْظََمَ اَجْرًا » — ( المزمل – ۷۳ – ۲۰) .
ترجمه :   او کوم چې تاسی د خپل ځان لپاره ښه عمل کوئ د الله په نزد به تردغه بهتره او په اجر کې زیات ووینی .   همدارنګه فرمایی :  « وَاَنْفَقُوْا مِمَّا رَزَقْنهُمْ سِرًّا وَعَلاَنِیَةً یَرْجُوْنَ تِجرَةً لَنْ تَبُوْرَ  لِیُوَفَّیَهُمْ اُجُوْرَهُمْ وَیَزِیْدَهُمْ مِّنْ فَضْلِهِ اِنَّهُ غَفُوْرٌ شَکُوْرُ » — ( الفاطر – ۳ – ۳۰ ) .
ترجمه :  او لګوی ( په لاره  دالله کې ) ځینی له هغو شیانو چې موږ ورکړی دی په پټه او په ښکاره امید لری دوی دداسی یوه تجارت چې له سره نه هلاک کیږی ، لپاره د دی چې پوره ورسوی . (الله) دوی ته اجرونه (دعملونو) د دوی او زیات ورکړی دوی ته له فضله خپله بیشکه چې دغه (الله) ښه بخښونکی دی . ښه قبلوونکی د احسان د محسنینو دی .اوس موږ د ایثار او قربانۍ او حب د خیر پنځه واقعات ذکر کوو ، د دی لپاره چې د عقل او فهم والا انسان د دی څخه رهنمایی حاصله کړی .
۱ –  په دارالندوه کې د قریشو په لوی مجلس کې ابومره ملعون د رسول الله صلی الله علیه وسلم د قتل په باره کې یوه رایه پیش کړه ، چې هغه مجلس په اتفاق سره منظور کړه او پر هغه فیصله باندی د عمل کولو لپاره یی د نبی علیه الصلاة و السلام پر کور باندی د ناڅاپه حملی کولو فیصله وکړه . الله تعالی نبی علیه الصلاة والسلام ته د هجرت اجازه ورکړه او ده دی لپاره تیاری شروع کړه ، طی دا سوه چې د حمله کوونکو حمله چې دکوره څخه د وتلو په وخت یی پر کوله ناکامه سی او د نبی علیه السلام پر بستره باندی یو ځوان بیده سی د دی لپاره چې دښمن دا وفهموی چې نبی علیه السلام بیده دی ، رسول الله صلی الله علیه وسلم خپل د اکا زوی علی بن ابی طالب د دی ایثار او قربانۍ قابل ولیدی . نبی علیه الصلاة و السلام ده ته حکم وکړی چې ماښام زما پر بستره بیده سه ، حضرت علیه رض بلاتردد و دی ته اماده سو حال داچی دا امکان هم و چې دښمن دی حمله پر وکړی او ټوټه ټوټه دی کړی د کم عمری باوجود حضرت علیه رض د نفس د سخاوت یو اعلی مثال پیش کړی او هر مسلمان باید په ده انداز سره قربانی پیش کړی او د  رسول الله لپاره د خپل ځان د قربانی کولو لپاره هر وخت تیار و اوسی .
۲  –    حذیفه عدوی رض بیان کوی چې د یرموک په جګړه کې ما د خپل اکا د زوی په تلاش کې زخمیان لیدلی زما سره څه اوبه وی او ما ویل که په چا کې څه ناڅه سا پاتی وه نو زه به اوبه ورکړم او مخ به یی ورصفا کړم آخر می پیدا کړی ما د اوبو پوښتنه ځینی وکړه نو هغه د سر په اشاره د اوبو څښلو راته وویل چې ناڅاپه د بل لوری څخه د یوه زخمی زګیروی شو او ماته یی اشاره وکړه ، زه چې ورغلم هغه هشام بن عاص رض دی ، له دی سره سم دستی له بل لوری څخه هم دیو زخمی آواز راغلی ، هشام بن عاص رض ماته اشاره وکړه چې هغه ته ورشه ، زه چې ور رسیدم هغه شهید سوی و ، بیرته د هشام پر لوری راغلم که ګورم هغه هم شهید سوی دی . په آخر کې خپل د اکا زوی ته راغلم نو هم شهید سوی و ، چې په دې سره دوی درې واړه شهیدانو د ایثار او قربانۍ یوه ستره بیلګه وړاندی کړه .  مسلمان باید خپله زندګی په دی طریقه سره تیر کړی .
۳ –   روایت سوی دی چې د ابوالحسن الانطاکی رح سره تر دېرش زیات کسان موجود وو او دده سره د خوراک لپاره څو ډوډۍ وی چې د دوی لپاره کافی نه وی ډوډۍ یی ټکړې ټکړې کړه څراغ یی مړی کړی بیا د خوراک لپاره کښینستل . دسترخان چې یی پورته کړی نو معلومه شوه چې ټوله ډوډۍ همداسی پرته ده  ځکه چې یوه هم ډوډۍ نه وخوړله د هر یوه دا غوښتنه وه چې بل یی وخوری په لوږه کې مبتلا هر مسلمان باید د واقعی ایثار او د حب خیر داسی مثال پیش کړی .
۴ –    د صحیح بخاری او صحیح مسلم روایت دی چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم یو میلمه یوه انصاری صحابی رض د ډوډۍ لپاره کورته بوتلی ، د ده مخی ته یی ډوډۍ کښیښوده ، ښځی ته یی وویل : چې به یوه بهانه سره څراغ مړ کړه او د ډوډۍ د خوړلو په شان لاس اوږ دوه لیکن خوره یی مه ، میلمه موړ شو چې سهار سو نو الله تعالی د دی ایثار او محبت خبرتیا رسول الله صلی الله علیه وسلم ته ورکړه او دا آیة یی رانازل کړ :
« وَیُؤْثِرُوْنَ عَلی اَنْفُسِهِمْ وَلَوْکَانَ بِهِمْ خَصَاصَةٌ » — (الحشر – ۵۹ – ۹ ) .
( پر خپل ځان باندی ( نورو ته ) ترجیح ورکوی که څه هم خپله محتاج وی . )
۵  –   منقول سوی ده چې بشیر بن حارث رح ته یو سړی راغی په داسی حال کې چې بشر رح مریض و هغه سړی د خپل ضرورت اظهار وکړی بشر رح خپل قمیص ور وکښی او ور یی کړی او پخپله یی په خواست یو قمیص واغوستی او په هغه کې وفات سو .
دا پنځه واقعې د ایثار او د خیر د محبت د جذبی پوره عکاسی کوی ، موږ ځکه د دی تذکره وکړه چې عام خلګ د نیکی سره محبت او د قربانۍ په جذبه سره ځان مشرف کړی ، ترڅو د اسلامی زندګۍ یوه لوړه نمونه وړاندی کړی .

ارسال یک پاسخ

آدرس ایمیل شما منتشر نخواهد شد.

سه × یک =