په تولنه باندی د مسجد نیکی اغیزی

0 381

ژباره: نورالله کوثر
مسجد د اسلامي ژوند محور
نبی علیه السلام د مدینې منورې د هجرت کولو وروسته په دې سوچ کې شو چې باید داسې یو ځاې جوړ کړل شي چې یواځې د الله پاک عبادت پکې وکړل شي . نو د نبی علیه السلام د استوګنځې ته نیږدې د دوه یتیمانو سهل او سهیل ځمکه وه نبی علیه السلام دواړه راوغوښتل او هغه ځمکه یې واخسته . او دمسجد په جوړولو کار شروع شو. صحابه کرامو اونبی علیه السلام په شریکه سره دمسجد په جوړولو کار پیل کړه یو صحابي چې کله نبی علیه السلام ولیده چې خښته یې اوګاڼې پورته کوي وئی ویل : که موږ کښینو او نبی علیه السلام کارکوی نو موږ خو به ګمراه اوبي لارې شو. صحابه کرامو ډیرپه خوښۍ او رغبت سره کار کاوه اولاندینۍ ترانه یې زمزمه کوله چې معنی یې ده : (ای ربه حقیقې ژوند خو داخرت ژوند دی . ای الله په انصارو او مهاجرو رحم وکړه . په هغه ژوند کې یې بریالي اوکامیابه کړه . (۱) مسجد خو د اسلامي ژوند داسې محور دی چې دهغې په چاپيریال دټول اسلامې امت ژوند څرښی . د دې پرته د اسلامې امت ټولنه جوړول ناشوني ده . همدا لامل دی چې د هجرت وروسته مدینې ته درسیدلو سره اول د مسجد په جوړولو شروع وکړه . اوپه خپله یې پکې برخه واخسته تر څو مسلمانانو سره دا احساس پیدا شي چې د دې نه مهم عمل بل نشته . اود ټولني د ساتلو یواځنی سبب هغه مسجد دی . مسجد داسلام نښه او شعار ګرځول شوی دی . او دجماعت سره لمونځ ادا کول پکې یو نظام او قانون دی اودستور دی . دهمدي مقصد لپاره موسی او هارون علیهم السلام ته دا لارښوونه شوي وه چې په مصر کې داسې ځایونه خاص کړي چې په هغې کې جماعت سره لمونځ ادا شي . اوهغه دمسلمانانو دژوندانه لپاره یو محور وګرځې . اودهغوي خپاره شوي طاقتونه پکې سره یوځاې شي. الله پاک فرمائی (واوحینا الی موسی واخیه ان تبوءا لقومکما بمصر بیوتاً واجعلوا بیوتکم قبلةً وأقیموا الصلاة ). ژباړه: او موږ موسی علیه السلام او دهغه ورو ته د اوصیت کړی وو چې په مصر کې دخپل قوم لپاره ابادیاني جوړي کړئ هغه قبله وګرځوئ او لمونځ پکې اداکوئ. نبی علیه السلام خپل امت په بیلا بیلو طریقو سره د مسجد جوړولو اوبادولو ته راهڅولي دي نبی علیه السلام فرمایلي دي ( چا چې یواځې د الله پاک د رضا لپاره مسجد جوړ کړه الله پاک به هغه انسان ته په جنت کې کور جوړ کړي .)(۲) .
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
۱-دعربي ژبې اشعار دادې :
لئن قعدنا والنبی یعمل لذاک منا العمل المضلل اللهم لاعیش الا عیش الاخرة فاغفرالانصار والمهاجره ۲-ترمذي شریف او بخاري شریف.
دمسجد دجوړولو اصلی معنی ، مقصد او هدف هغه د په لمانځه سره ابادول دی . چې د الله پاک عبادت پکې وشي او جماعتونه پکې وشي . که نه دا هم یوه ابادي ده او دا نور کورونه هم ابادیانې دي فرق یې یواځې په عبادت سره کیدایشي . یواځې دمسجدونو ښه ډولي ابادول اوغټې منارې جوړول ورڅخه مطلب او هدف نه دي.
نبی علیه السلام فرمایلي دي (هغه څوک به د الله پاک دعرش دسیوري لاندې وي دچا زړه چې مسجد سره تړل شوی وي) (۱) هر وخت یې په زړه کې دمسجد اوپه مسجد کې دلمانځه سره مینه وي . او دیو وخت جماعت نه بل وخت جماعت ته ډیر لیواله او په انتظار کې وي . مسلمانان باید د مسجد په اهمیت او ارزښت له دې څخه پوه شي چې د نبي علیه السلام د مرګ په مرض اخته اومبتلا دی خو بیا هم په دې حالت کې د دوه کسانو په مرستې سره پاڅیږي خپلې پښې مبارکې په ځمکه راکش کوي او مسجد ته ځان رسوي اوهلته په جماعت سره لمونځ ادا کوي .(۲) الله پاک دځمکې په سر مسجدونه ډیر محترم دي یا هغه ځایونه چې مسجدونه پرې ابادشوي وي . ابوهریرة رضی الله عنه څخه روایت دی چې نبی علیه السلام فرمایلي دي ( الله پاک ته ټولو ځایونو کې مسجدونه خوښ او محبوب دي . او هغه ته مبغوض او ناخوښه ځایونه بازارونه دي . )(۳) له دي کبله نبی علیه السلام د مسجدونو سره اړیکه او علاقه اوهغې باندې پام کول دایمان نښه اوعلامه ګرځولي ده .او دا لارښوونه ئي کړي ده چې څوک دمسجدونو سره مینه لري او دهغې عزت کوي اوپوره پاملرنه ورته کوي هغه ایمان لرونکي خلک دي اوتاسې ئي په ایمان ګواه شئ او داښکاره خبره ده چې په اسلامي ټولنه کې داسې خلک د عزت وړ او محترم وي . همدا تګ لاره د نیا او اخرت خوشبختي او کامیابي ده . دابوسعید الخدري رضی الله عنه څخه روایت دی چې نبی علیه السلام فرمایلي دي (کله چې تاسې یو شخص وګورئ چې دمسجد سره ډیر مینه لري اود مسجد په پاملرنه کې اخته وې نو تاسې د ده په ایمان ګواه شئ ځکه الله پاک فرمائي (انما یعمر مساجد الله من أمن بالله والیوم الاخر)(۴) ژباړه : بیشکه د الله پاک مسجدونه هغه څوک ابادوي چې په الله او د اخرت په ورځ ایمان لري .
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
۱-بخاري شریف . ۲- بخاري شریف . ۳-مسلم شریف. ۴-سورة التوبه ایه ۱۸.
دمسجد آداب :
۱- مسجد ته د داخلیدو په وخت کې اول باید ښۍ پښه داخل شي بیا درود شریف ولوستل شي او بیا هغه دعا ولوستل شي کومه چې نبی علیه السلام موږ ته ښودلي ده . نبی علیه السلام فرمائی (کله چې څوک مسجد ته داخلیږي لومړی دي په مادرود شریف ولولي بیا دی دا دعا ولولي (اللهم افتح لي ابواب رحمتک )ژباړه : ای الله ما دخپل رحمت دروازې خلاصې کړه. (۱)
۲- مسجد د داخلیدو سره دې دوه رکعته لمونځ ادا کړي .چې تحیة المسجد ته ورته ویل کیږي لکه څنګه ئی چې مخکې یادونه وشوه . نبی علیه السلام فرماېی (کله چې څوک مسجدته داخلیږی تر هغه دی نه کښینی تر څو دوه رکعته لمونځ ادا نه کړي ) .(۲)
۳-په مسجد کې باید په وقار او سکون سره کښیني تر څو یې په زړه کې د الله پاک عظمت اولوئي په زړه کې کښیني . په مسجد کې خندا کول بی ځایه خبرې کول پلورل اوپیرودل د مسجد د عزت خلاف عمل دی .(۳) نبی علیه السلام د دې کارونو څخه موږ ژغورلي یو چې باید دمسجد بی حرمتي ونشي . او تاکید ئی کړی چې داسې وخت به راشې چې خلک به په مسجد یواځې د دنیا خبرې کوي. تاسې د داسې خلکو په خبرو کې مه شریکیږئ . د مسجد غوښتنه داده چې ډیر په عاجزۍ سره کښینو. چیرته چې ځاې خالې وي هلته کښینو او د خلکو د ګډوډۍ سبب او لامل نشو . او مسجد ته له منډو څخه ځان وژغورو که رکعت ځې هم باید مسجد ته منډه ونه وهو او نه په مسجد کې منډه ووهو تر څو د مسجد بې احترامي ونشي . نبی علیه السلام فرمائی ( تاسې پوره سکون او وقار ځان لپاره غوره کړئ)
۴-مسجد ته د داسې ماشومانو وړل هم ښه نه دي کومو نه چې دا ویره وي چې په مسجدکې متیازې ونه کړي تر څو د مسجد بی حرمتي رانشي . همدا ډول د لیونو تلل هم مسجد ته پکار نه دې ځکه دوۍ د پاکۍ او ناپاکۍ تر منځ توپير نشي کولي . او هم هغه کسان چې دنشې په حالت کې وي باید زر تر زره وویستل شي تر څو د مسجد بی احترامي ونه کړي .
۵-مسجد څخه لار جوړول نه دي پکار . چې په یوه دروازه ننوځي او په بله دروازه ووځي .او دتګ راتګ لاره ورڅخه جوړوي . چې دا دمسجد بی حرمتي او بي احترامي ده . او څوک په غلطۍ کې داخل شو اوبیا ورته یاد شول چې دامسجد دي لاره نه ده نو بیرته دې ورڅخه وګرځي او ودي وځي . څوک چې مسجد ته داخلیږي یا دي پکې لمونځ وکړي یا دې پکې تلاوت وکړي.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
۱-مسلم شریف . ۲-بخاري او مسلم شریف . ۳-اعتکاف کوونکي ته دا روا ده چې د اړتیا سره سم پلورل اوپیرودل وکړي .
۶-مسجد ته بد بویه شیان وړل یا بدبویه شی خوړل او بیا مسجد ته تلل صحیح نه دي . نبی علیه السلام فرمائی 🙁 چا چې اوږه یا پیاز وخوړل نو زموږ مسجدته دې نه داخلیږي . ځکه چې د کومو شیانو نه انسانانو ته اذیت او ضرر رسیږي له دې شیانو نه ملائکو ته هم ضرر رسیږي . )(۱ )
۷- دچا څخه به چې کوم شی ورک شوی وو او هغه په زوره زوره په مسجد کې دهغه شي
پیدا کیدو لپاره اعلانونه او چیغی وهلی . نو نبی علیه السلام به ډير خفه کیده او ویل به ئی : لا رادک الله علیک ضالتک )(۲)ژباړه : الله پاک دي تاته دغه بی درکه شوی مال بیا په لاس درنه کړي .
۸-مسجد سره باید د زړه له تله مینه وکړو او هر وخت په دي سوچ اوفکر کې ووسو چې کله به د فلاني لمانځه وخت داخلیږي چې هلته په مسجدکې لمونځ وکړو . او دهر وخت لمانځه ته ډیر په شوق سره باید لاړشو . نبی علیه السلام فرمایلي دي (د قیامت په ورځ به پرته دعرش د سیوري پرته نور سیوري نه وي . په دې ورځ به اوه ډوله خلک وي چې هغه به ددې سیوري برخمن شي چي یوه ډله به هغه وي چې څو دمسجد سره د زړه له کومي مینه اومحبت لري )(۳) اونبی علیه السلام داهم فرمایلي دي (دسهار او ماښام دمسجد په طرف تلونکو ته الله پاک دسهار اوماښام میلمستیا برابروي .)(۴) اوهمدارنګه فرمائی : څوک چې په کور کې اودس وکړي او دلمانځه په نیت دکور څخه مسجد ته روان وي الله پاک داسې خوښ او خوشحاله وي لکه دمسافر په راګرځیدو چې دکور خلک خوښیږي او خوشحالیږي . (۵) همدارنګه بل حدیث کې نبی علیه السلام فرمائی (هغه څوک چې دسهار په تیاره کې مسجد لمانځه لپاره ځې دقیامت په ورځ به هغوی سره پوره رڼا وي .) همدا ډول په یو بل حدیث کې نبی علیه السلام فرمائی ( څوک چې په ښه توګه اودس وکړي بیا دلمانځه په نیت دکور څخه ووځي الله پاک به ورته په هر قدم یوه نیکي ورکړي اویوه بدي به ورڅخه لری کړي . که مسجد لري وي او که لنډ او بیا مسجد ته ولاړشي او پوره جماعت ونیسي الله پاک به ورته پوره اجر وکړي .او که مسجد ته درسیدو سره ورڅخه یو یا څو رکعته شوي وي اوبیا دامام دسلام ګرځولو وروسته پاتې رکعتونه پوره کړي الله پاک به ورته پوره اجراو ثواب ورکړي . اوکه مسجد ته درسیدو سره سم ورڅخه جماعت ختم شوي وي اوبیاهلته خپل لمونځ یواځې ادا کړي بیا به هم ورته پوره اجر ورکول کیږي .
۹-په مسجد دخوشبوي پاملرنه کول او دمسجد پاک صاف ساتل هم دمسجد دحقونو څخه یو حق دی چې دالله پا په وړاندې دا دجنتي خلکو صفت دی نبی علیه السلام فرمائي (مسجد دخوشبوي پاملرنه کول .
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
۱-بخاري اومسلم شریف. ۲-بخاري شریف . ۳-بخاري شریف . ۴-بخاري او مسلم شریف . ۵-ابن ماجه .
په مسجد کې جارو وهل مسجد پاک ساتل په خاصه توګه دجمعې مبارکې په ورځ دمسجد څخه ناولتیا غورځول دجنتیانو کار او صفت دی ) (۱) اوبل حدیث کې فرمائی : دمسجد څخه ناپاکي لري کول دښایسته سترګو لرونکو حورو مهر دی . یعنی څوک چې مسجد پاکوي لکه هغه چې دجنتي حورو مهر پوره کوي او مهر یې اداکوي . دنبي علیه السلام په وخت کې یوې ښځې مسجد پاکولو بیا یوه ورځ هغه وفات شوه او صحابه کرامو ښخه کړه خو نبی علیه السلام یې خبر نه کړه . نبی علیه السلام دهغې دمرګ او دبي اهمیتۍ څخه خبر شو صحابه کرامو ته ئي وویل زه مو ولي خبر نه کړم ؟ نبی علیه السلام دهغې قبر ته ورغۍ هلته یې دمغفرت دعا ورته وکړه او بیا ئي وفرمایل : د دې ښځې د ټولو نه لوې ښه عمل دا وو چې دې به هر وخت په مسجد جارو وهله .(۲)
۱۰-دمسجد په انګر یا دهلیز کې اودس کول یا داوداسه وروسته داندامونو څخه هلته اوبه څنډوهل او په مخ لاسونه کش کول او هلته اوبه غورځول مکروه ګرځول شوی دي چې دمسجد بي احترامي ده . اویا دمسجد په پردو لاسونه وچول یا پاکول هم مکروه ګرځول شوي دي .
۱۱-دجنابت ، حیض ،اونفاس په حالتونو کې مسجد ته ننوتل مکروه تحریمي دي . پرته دعذر څخه.
۱۲-مسجد کې خوب کول او هلته استراحت کول مکروه دي پرته دمسافرو او اعتکاف کوونکو څخه .
۱۳-مسجد ته باید داسي جامو سره داخل نشي چې دعورت دښکاره کیدو ویره وي او هم پاکې جامې وي نه داسې چې عورت ورڅخه ښکاري او هم بدبویه او ناپاکه وي .
۱۴-دمسجد دروازه هر وخت باید خلاصه وي تر څو هر وخت انسان کولي شي چې لمونځ پکې ادا کړل شي . او که دغلا ویر وي بیا څه پروا نه کوي . خو دلمانځه په وخت کې هر وخت باید مسجد خلاص وي .
۱۵-په مسجد کې جماعت اواذان لپاره باید وخت ، امام، مؤذن ټاکل شوي وي تر څو خلکو ته دلمانځه وخت معلوم وي او په اسانۍ سره ورته رسیدګي کولي شي . او امامت او اذان لپاره هغه وټاکل شي چې ډیر پرهیږګاره ،متقي او پاک خلک وي او امامت او مؤذني خاص دالله پاک درضا ګټلو لپاره کوي . عثمان بن ابي العاص څخه روایت دي چې فرمایې : ما دنبی علیه السلام څخه پوښتنه وکړه چې ما دخپل قوم امام وټاکي هغه صلی الله علیه وسلم وفرمایل : ته د دوي امام یې او کمزورو او ضعیفانو ته خاص پاملرنه وکړه . او داسې مؤذن وټاکه چې داذان اجره نه اخلي . )(۳)
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
۱-طبراني .او ابن ماجه . ۲-بخاري شریف او ابن ماجه . ۳-ابی داود . ابن ماجه . شامي .
۱۶.-د مسجد د ابادلو باید پوره پوره پاملرنه وشي . په دې معنی چې ذکر . تلاوت ، او د لمونځ پکې ادا کړل شي . الله پاک فرمائي (في بیوت اذن الله ان ترفع ویذکر فیها اسمه )ژباړه: په دغه ابادیو کې د الله پاک دا اجازه ده چې اوچت کړل شي اود الله پاک ذکر اویادونه پکې وکړل شي . په مسجد کې عبادت او ذکر کول دمسجد حق او دمسلمانانو یوه مهمه دنده هم ده . الله پاک فرمائی (انما یعمر مساجد الله من أمن بالله والیوم الأخر وأقام الصلاة ) ژباړه : بیشکه د الله پاک مسجدونه جوړ او اباد هغه خلک ساتي څوک چې په الله پاک ایمان لرې او خپل لمونځ ادا کوي . په اوسني وخت کې خلک دمسجدونو بهرني ښکلا او ډول ته ډیر ارزښت ورکوي او اصلی د مسجد ښکلا ورڅخه هیره ده چې هغه په مسجد کې عبادت او ذکر کول دي . نبی علیه السلام فرمایلي دي ( ماته د مسجدونو د لوړولو اوښه جوړولو امر شوی دی )(۱) او ابن عباس رضي الله عنه د دې روایت په راوړلو سره خلک متوجه کړل چې وائی : تاسی د خپلو مسجدونو ډول او جوړښت داسې وکړئ لکه څنګه چې یهود اونصاري خپل عبادت ځایونه ښکلي او ډولي کوي )
۱۷- کله چې دمسجد څخه راوځۍ اول باید چپه پښه مخکې کړئ(۲) اوبیا دا دعا ولولئ (اللهم اني اسألک من فضلک ) ژباړه : ای الله زه ستا د فضل او کرم غوښتونکی یم .
۱۸-دمسجد پر سر د قضاحاجت رفع کول یا جنسي اړتیا پوره کول مکروه تحریمي دي . که په کور کې مسجد جوړ کړی وي په ټول کور د مسجد اطلاق نه کیږي یواځې هغه ځاې مسجد دی چیرته چې د مسجد ابادي ده . همدا ډول هغه ځایونه چیرته چې د اختریا جنازې لمونځ کیږي په هغه ځاې هم دمسجد اطلاق هم نه کیږي .
۱۹-یو کسب کار ( کارکوونکي ) ته روا نه ده چې په مسجد کې دې کار وکړي . او که چیرته دمسجد پیره دار وي او دي سره هلته په مسجد کې کار کوي بیا څه پروا نه کوي لکه دمسجد پیره هم کوي او ورسره په مسجد کې خیاطي هم کوی اویا داسې نور.

ارسال یک پاسخ

آدرس ایمیل شما منتشر نخواهد شد.

پنج × 3 =